Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 35 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ 35
ترجمه:
او دا (خصلت) نه وركول كېږي مګر هغو كسانو ته چې صبر كوي او دا نه وركول كېږي مګر د ډېرې لويې برخې والا ته فصلت ۴۱:۳۵
تفسیر:
د دغه ستايل شوي عادت لپاره يوازې هغو خلکو ته توفيق ورکول کيږي چې پر آزار او هغه څه يې صبر کړی وي چې د خلکو لخوا ورسره مخ شوی وي، او يوازې د لويې برخې څښتن ته د هغې توفيق ورکول کيږي، ځکه په دې کې زيات خير او ډېره ګټه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 34 راتلونکې فصلت • آیت 36