Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 43 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


مَا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ 43
ترجمه:
تا ته نه ویل كېږي مګر هغه خبرې چې یقینًا له تا نه مخكې رسولانو ته ويل شوي دي، بېشكه ستا رب خامخا د مغفرت والا او د ډېر دردوونكي عذاب والا دى فصلت ۴۱:۴۳
تفسیر:
ای رسوله! تاته له درواغ ګڼلو يوازې هغه څه ويل کيږي چې له تا مخکې رسولانو ته ويل شوي و، نو صبر کوه، بېشکه ستا پالونکی د هغه چا لپاره بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه ورته وباسي، او د هغه چا لپاره د دردوونکي عذاب والا دی څوک چې پر خپلو ګناهونو ټينګار کوي او توبه نه وباسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 42 راتلونکې فصلت • آیت 44