او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي۔ او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى الشورى ۴۲:۲۸ ⧉
تفسیر:
او هغه داسې ذات دی چې پر خپلو بندګانو باران وروي وروسته تر دې چې له اورښته يې نا هيلي شي، او دغه باران پراخوي، چې ځمکه شنه کوي، او همغه د خپلوبندګانو د چارو سمبالوونکی دی او په هر حال ستایل شوی دی.