خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دى الشورى ۴۲:۴ ⧉
تفسیر:
د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، هغه په خپل ذات، ځواک او برلاسۍ کې د لوړې مرتبې والا دی او په ذات کې لوی دی.