Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 40 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا ۖ فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ 40
ترجمه:
او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي الشورى ۴۲:۴۰
تفسیر:
او څوک چې د خپل حق اخېستل غواړي هغه لره دا حق شته، خو پرته له زيادت او تيري څخه په ورته عمل سره به وي او څوک چې هغه چا لره بخښنه وکړي چې بد يې ورسره کړي او په بده کړنه يې نيونه ونه کړي، او څه چې د هغه او د ورور تر منځ يې دي هغه اصلاح کړي، نو د الله په وړاندې ثواب لري، بېشکه هغه داسې ظالمان نه خوښوي چې پر خلکو د هغوی په نفسونو، مالونو او عزتونو کې ظلم کوي، بلکې هغوی يې بد ييشي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 39 راتلونکې الشورى • آیت 41