Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 13 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


لِتَسْتَوُوا عَلَىٰ ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَٰذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ 13
ترجمه:
د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى۔ او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو الزخرف ۴۳:۱۳
تفسیر:
دغه ټول يې تاسو لره ګرځولي دي، په دې هيله چې تاسو مو په خپلو سفرونو کې پر شاوويې سپرېږئ، بيا د خپل پالونکي نعمتونه ستاسو لپاره د هغو په تایع کولو در په ياد کړئ، کله چې د هغو پر شاوو ځای پرځای شئ او په ژبو مو ووايی: پاک او سپېڅلی دی هغه ذات چې موږ لره يې دغه سپرلۍ چمتو کړې او تابع کړې ده، نو موږ یې وتوانولو په هغې او موږ د هغه توان لرونکي نه وو، که د الله تایع کول نه وای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 12 راتلونکې الزخرف • آیت 14