Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 17 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا بُشِّرَ أَحَدُهُمْ بِمَا ضَرَبَ لِلرَّحْمَٰنِ مَثَلًا ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ 17
ترجمه:
حال دا چې كله دوى ته په هغه (لور) سره زېرى وركړى شي چې دى يې د رحمٰن لپاره مثال بیانوي (نو) د ده مخ تك تور شي، په دې حال كې چې دى له غمه ډك وي الزخرف ۴۳:۱۷
تفسیر:
او کله چې له هغوی کوم يوه ته د هغې لور زيری ورکړل شي چې خپل پالونکي ته يې نسبت کوي، نو مخ یې له غمه او خپګانه تک تور شي، او له غوسې ډک شي، نو څنګه خپل پالونکي ته د هغه څه نسبت کوي چې په خپله پرې غمجن کيږي کله چې د هغو زيری ورکړل شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 16 راتلونکې الزخرف • آیت 18