Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 19 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلُوا الْمَلَائِكَةَ الَّذِينَ هُمْ عِبَادُ الرَّحْمَٰنِ إِنَاثًا ۚ أَشَهِدُوا خَلْقَهُمْ ۚ سَتُكْتَبُ شَهَادَتُهُمْ وَيُسْأَلُونَ 19
ترجمه:
او دوى (مشركان) ملايكو لره هغه چې دوى د رحمٰن بنده ګان دي، ښځې ګرځوي، ایا دوى د دغو پیدا كولو ته حاضر وو؟ یقینًا به د دوى ګواهي ولیكل شي او له دوى نه تپوس (هم) كېږي الزخرف ۴۳:۱۹
تفسیر:
او هغه پرېښتې چې د رحمان پاک ذات بندګانې دي هغوی ته يې ښځينه وويل: آيا دوی هغه مهال حاضر وو چې الله هغوی پيداکولې، چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه پرېښتې ښځينه دي؟! پرېښتې به د هغوی دغه شاهدي ليکي، او د قيامت په ورځ به هغوی يې په اړه پوښتل کيږي او د خپلو درواغو له امله به پرې سزاورکول کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 18 راتلونکې الزخرف • آیت 20