Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 23 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَىٰ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰ آثَارِهِمْ مُقْتَدُونَ 23
ترجمه:
او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو الزخرف ۴۳:۲۳
تفسیر:
او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او د خپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 22 راتلونکې الزخرف • آیت 24