Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 28 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ 28
ترجمه:
او هغه (ابراهیم) دغه (د توحید كلمه) په خپل اولاد كې باقي پاتې كېدونكې وګرځوله، د دې لپاره چې راوګرځي الزخرف ۴۳:۲۸
تفسیر:
او ابراهيم د توحيد کلمه (لا اله الا الله) پاتې کېدونکې کلمه وګرځوله له هغه وروسته په خپل اولاد کې، نو د تل لپاره په هغوی کې داسې څوک وي چې الله يو وبولي او هيڅ ورسره نه شريکوي، په دې هيله چې هغوی به له شرک او ګناهونو الله ته په توبه اېستلو راوګرځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 27 راتلونکې الزخرف • آیت 29