Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 32 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ۚ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا ۗ وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ 32
ترجمه:
ایا دوى ستا د رب رحمت تقسیموي؟ مونږ د دوى په مینځ كې په دنيايي ژوند كې د دوى معشیت تقسیم كړى دى او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي، د دې لپاره چې د دوى ځینې ځینې نور (تابع او) كار كوونكي ونيسي او ستا د رب رحمت له هغه نه ډېر غوره دى چې دوى يې جمع كوي الزخرف ۴۳:۳۲
تفسیر:
ای رسوله! آیا هغوی ستا د پالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ د هغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې د ځينو لپاره تابع شي، او ستا د پالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم د ختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 31 راتلونکې الزخرف • آیت 33