او له سرو زرو نه (دغه او نور زينتونه به مو وركړي وى) او نه دي دغه (ټول څیزونه) مګر د دنيايي ژوند سامان دى۔ او اخرت ستا د رب په نېز د متقیانو (پرهیزګارانو) لپاره دى الزخرف ۴۳:۳۵ ⧉
تفسیر:
او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر د دنيا د ژوند توښه ده، نو د نه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا د پالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي د هغو خلکو لپاره چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي.