او مونږ به دوى ته هېڅ یوه نښه نه ښووله مګر چې هغه به د هغې له خور (مثل) نه ډېره لویه وه او مونږ دوى په عذاب سره راونیول، د دې لپاره چې دوى رجوع وكړي الزخرف ۴۳:۴۸ ⧉
تفسیر:
او فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته مو چې هر دليل د هغه څه په صحت ورښودلو چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و يو به تر هغه بل مخکېني لوی و، او هغوی مو په دنيا کې په عذاب ونيول، په دې هيله چې له هغه څه راوګرځي چې پر کوم کفر وو، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه.