Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 57 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْيَمَ مَثَلًا إِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ يَصِدُّونَ 57
ترجمه:
او كله چې د مریمې زوى د مثال په طور بیان كړى شو، (نو) ناڅاپه ستا قوم د دغه (مثال) پورې (له خوشالۍ نه) چغې وهلې الزخرف ۴۳:۵۷
تفسیر:
کله چې مشرکانو ګمان وکړ چې هغه عیسی کوم چې نصاراوو يې عبادت کړی د الله تعالی په دغه وينا کې داخل دی: بېښکه تاسو او د څه چې تاسو پرته له الله عبادت کوئ د دوزخ خس دي، تاسې هغه لره ورتلونکي یاست، حال دا چې الله د هغه له عبادته منع کړې وه، لکه څنګه يې چې د بتانو له عبادته منع کړې وه، نو دغه مهال به دې اې رسوله قوم په شخړه کې شور کوي او چېغې به وهي په دې ويلو سره: موږ خوښ يو چې زموږ معبودان د عيسی غوندې وي، نو الله پر هغوی د رد کولو سره دغه آيت نازل کړ، بېشکه هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ لخوا نېكمرغي مخكې (ليكل) شوې ده، نو هغوې به له هغه لرې كړى شوي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 56 راتلونکې الزخرف • آیت 58