په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي۔، غیر له متقیانو نه الزخرف ۴۳:۶۷ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې په کفر او لارورکۍ کې د یو او بل سره دوستان او ملګري دي هغوی به د قيامت په ورځ يو د بل دښمنان وي، پرته له هغو خلکو چې د الله د امرونو د پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له الله ډارېږي، چې د هغوی دوستي به تلپاتې وي او نه به ختميږي.