او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي الزخرف ۴۳:۹ ⧉
تفسیر:
او ای رسوله! که له دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو پوښتنه وکړې: چې آسمانونه چا پيداکړي او چا ځمکه پيداکړې ده؟ ستا د پوښتنې په ځواب کې به هرومرو وايي: هغه برلاسي پيداکړي چې هيڅوک يې نه شي بې وسې کولای، چې پر هرڅه ښه پوه دی.