Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 17 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


وَآتَيْنَاهُمْ بَيِّنَاتٍ مِنَ الْأَمْرِ ۖ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ 17
ترجمه:
او مونږه دوى ته (د دين) په كار كې ښكاره دلیلونه وركړي وو، نو دوى اختلاف ونه كړ مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، د خپل مینځي ضد (او حسد) په وجه، بېشكه ستا رب به د قیامت په ورځ د دوى په مینځ كې په هغو خبرو كې فیصله كوي چې دوى به په هغو كې اختلاف كاوه الجاثية ۴۵:۱۷
تفسیر:
او هغوی ته مو دليلونه ورکړل چې حق له باطله بېلوي، نو هغوی اختلاف ونه کړ مګر وروسته تردې چې زموږ د نبي محمد صلی الله عليه وسلم په لېږلو سره پر هغوی حجت قايم شو، او هغوی دغه اختلاف ته يوازې د مشرۍ او مرتبې د حرص له امله د هغوی د يو او بل پر وړاندې سرکښۍ کش کړل، بېشکه ستا پالونکی به ای رسوله! د قيامت په ورځ د هغوی ترمنځ په هغه څه کې پرېکړه کوي چې هغوی په دنيا کې پکې اختلاف کولو، نو هغه څوک به په ډاګه کړي چې په حقه و، او هغه څوک چې باطل ؤ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 16 راتلونکې الجاثية • آیت 18