او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده او په هغه ورځ كې چې قیامت به قايم شي، په دغه ورځ كې به باطل پرستان تاوانیان شي الجاثية ۴۵:۲۷ ⧉
تفسیر:
او يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، نو په آسمانونو او ځمکه کې له هغه پرته په حقه بل څوک ونه لمانځل شي، او کله چې د قيامت هغه ورځ راشي چې الله به مړي پکې د حساب او بدلې لپاره راپاڅوي، نو د باطل والا چې له هغه پرته د نورو عبادت يې کولو، د حق د باطلولو او باطل ثابتولو هڅه يې کوله هغوی به تاوانيان شي.