او خاص ده لره په اسمانونو او ځمكه كې لويي ده او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى الجاثية ۴۵:۳۷ ⧉
تفسیر:
او هغه لره په آسمانونو او په ځمکه کې دروندوالی او لويي ده او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، د خپل مخلوق په پيدايښت، او د مخلوقاتو په اندازه کولو کې او خپل تدبير او شريعت کې حکمت والا دی.