Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 26 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِنْ مَكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُمْ مِنْ شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ 26
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ هغوى ته په هغو څیزونو كې دومره قوت (او قدرت) وركړى و چې تاسو ته مو په هغو كې قدرت نه دى دركړى او د هغوى لپاره مونږ غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي وو، نو له دوى نه د دوى غوږونو او نه د دوى سترګو او نه د دوى زړونو هېڅ شى (عذاب) دفع نه كړى شو، ځكه چې دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او دوى هغه (عذاب) راګېر كړل چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې الأحقاف ۴۶:۲۶
تفسیر:
او پرته له شکه د هود قوم ته مو داسې د ځواک اسباب ورکړي وو چې تاسې ته مو نه دي درکړي، او هغوی لره مو غوږونه ګرځولي وو چې پرې اورېدل يې، سترګې چې پرې ليدل يې، زړونه چې پرې پوهېدل، خو هغوی ته يې نه غوږونو، نه سترګو او نه هم عقلونو کومه ګټه ورسوله، نه يې له هغوی د الله د عذاب مخه ونيوله چې کله ورته راغی، ځکه هغوی د الله پر ايتونو کفر کولو، او هغه عذاب پرې راپرېوتلو چې هود عليه السلام پرې وېرولي وو او دوی به پرې ملنډې وهلې .
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 25 راتلونکې الأحقاف • آیت 27