Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 35 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِلْ لَهُمْ ۚ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِنْ نَهَارٍ ۚ بَلَاغٌ ۚ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ 35
ترجمه:
نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى او د دوى په هكله (د عذاب) تلور مه كوه، ګویاكې دوى به هغه ورځ (كې) چې هغه (عذاب) وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شوه، داسې وي چې دوى وخت نه دى تېر كړى مګر د ورځې یوه ګړۍ، (دا قرآن) پېغام دى، پس هلاك كولى نه شي مګر فاسقان خلق الأحقاف ۴۶:۳۵
تفسیر:
نو ای رسوله! د خپل قوم له لوري ستا پر درواغ ګڼلو صبر کوه، لکه څنګه چې همت لرونکو رسولانو: نوح، ابراهيم، موسی، عيسی عليهم السلام صبر کولو، هغوی لره په سزا بيړه مه کوه، ګواکې ستا له قومه درواغ ګڼونکي چې کله په آخرت کې هغه عذاب وويني چې ژمنه يې ورسره کېدله، نو د عذاب د اوږدوالي له امله به داسې انګيري چې هغوی په دنيا کې له ورځې يوازې يوه ګړۍ وخت تېر کړی، دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن د انسانانو او پېريانو لپاره بلنه او بسنه کوونکی دی، ځکه په عذاب تباه کېدونکي يوازې په کفر او ګناهونو د الله له پيروۍ وتونکي خلک دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 34 راتلونکې محمد • آیت 1