او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي الأحقاف ۴۶:۵ ⧉
تفسیر:
او له هغه چا هيڅوک زيات لارورکی(ګمراه) نه دی چې له الله تعالی پرته د یو داسې بوت عبادت کوي چې د قيامت تر ورځې يې دعا نه شي قبلولی، او دغه بوتان چې هغوی يې له الله پرته لمانځي د خپلو بندګانو له لمانځلو بې خبره دي، او ګټه او زيان خو بيخي ورته نه شي ور رسولی.