Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 16 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


وَمِنْهُمْ مَنْ يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ حَتَّىٰ إِذَا خَرَجُوا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوا لِلَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ آنِفًا ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ طَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ 16
ترجمه:
او په دوى كې ځینې هغه دي چې تا ته غوږ ږدي تر دې چې كله ستا له خوا نه بهر ووځي، (نو) هغو كسانو ته ووايي چې علم ورته وركړى شوى دى: ده (محمدﷺ) اوس څه وویل؟ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې ده محمد ۴۷:۱۶
تفسیر:
او ای رسوله! له منافقانو ځينې تاته داسې غوږ نيسي چې مني يې نه، بلکې له مخ اړولو سره وي، تر دې چې کله له تا بېرون ووځي، هغو خلکو ته وايي چې الله پوهه ورکړې: هغه په خپلو نېږدو خبرو کې څه وويل؟ د ځان په ناپوهه نيولو او مخ اړولو سره، همدوی هغه کسان دي چې الله يې پر زړونو ټاپه وهلې، نو ښېګڼې ته نه رسيږي، او د خپلو هوسونو پيروي يې کړې چې له حقه يې ړانده کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 15 راتلونکې محمد • آیت 17