نو ایا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په ځمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ محمد ۴۷:۲۲ ⧉
تفسیر:
او ستاسو له حاله غالب دا ښکاري چې که پر الله له ايمان راوړلو او د هغه له پيروۍ مخ واړوئ هرومرو به تاسو په ځمکه کې په کفر او ګناهونو ورانکاری وکړئ، او د خپلوۍ اړيکې به پرې کړئ، لکه څنګه مو چې په جاهليت کې حال وو.