Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 32 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَىٰ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ 32
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې كافران شوي دي او د الله له لارې نه منع شوي دي او د رسول مخالفت كوي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى به الله ته له سره هېڅ شى ضرر ونه رسولى شي او هغه به ضرور د دوى عملونه برباد كړي محمد ۴۷:۳۲
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی او د الله له دينه يې ځانونه راګرځولي او نور يې راګرځولي دي او د هغه د رسول مخالفت يې کړی او وروسته تر دې يې دوښمني ورسره کړې چې هغوی ته څرګنده شوه چې هغه نبي دی، هغوی به الله ته هيڅکله کوم زيان ونه شي رسولای، بلکې هغوی يوازې ځانونو ته زيان اړوي او زر به يې الله کړنې له منځه يوسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 31 راتلونکې محمد • آیت 33