دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دغه (دین) په ټولو دینونو باندې غالب كړي او هم الله كافي دى ښه ګواه الفتح ۴۸:۲۸ ⧉
تفسیر:
الله همغه ذات دی چې خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې له څرګند بيان او داسې حق دين سره لېږلی چې هغه د اسلام دين دی، ترڅو يې پر نورو ټولومخالفو دينونو لوړ کړي، او پرته له شکه الله پر دې شاهدي ورکړې او الله د شاهد په توګه بسنه کوي.