او د دې لپاره چې منافقو سړیو او منافقو ښځو او مشركو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي، هغه چې په الله باندې ګمان كوونكي دي، بدګمان، په دوى دې د بدۍ راګرځېدل وي، او الله په دوى باندې غضب كړى دى او په دوى يې لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې جهنم تیار كړى دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى الفتح ۴۸:۶ ⧉
تفسیر:
او ترڅو منافقان او منافقانې په عذاب کړي او پر الله شرک کوونکي او شرک کوونکې په عذاب کړي، هغه کسان چې پر الله ګومان کوي چې هغه يې د دين مرسته نه کوي، او خپله کلمه يې نه لوړوي، نو د عذاب دائره پرې چاپېره شوه، او الله پر هغوی د کفر او بد ګومانۍ له امله غضب وکړ، او له خپلې لورېينې يې وشړل، او په آخرت کې يې هغوی لره داسې جهنم چمتو کړی چې ور ننوزي به او تل ترتله به پکې وي، او ډېر بد دی جهنم چې هغوی ورګرځي.