Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجرات — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

الحجرات • آیت نمبر 3 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَىٰ ۚ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ 3
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل اوازونه ټیټوي؛ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى زړونه د تقویٰ (او پرهېزګارۍ) لپاره ازمایلي دي۔، د دوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى الحجرات ۴۹:۳
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې زړونه د خپلې تقوا لپاره ازمويلي دي، او د هغې لپاره يې ځانګړي کړي دي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده چې نه به يې پرې نيسي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لويه بدله ده، هغه دا چې الله به يې جنت ته ننباسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجرات • آیت 2 راتلونکې الحجرات • آیت 4