Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 119 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 119 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالَ اللَّهُ هَٰذَا يَوْمُ يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ ۚ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 119
ترجمه:
الله وفرمایل: دا ورځ ده چې رښتينو ته به د هغوى رښتیا ویل فايده وركوي، د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې تل ترتله وي، الله له دوى نه راضي دى او دوى له هغه نه راضي دي، همدا ډېره لویه كامیابي ده المائده ۵:۱۱۹
تفسیر:
الله تعالی به عیسی –علیه السلام- ته ووایې: دا هغه ورځ ده چې فایده ورکوي د پاکو نیتونو، عملونو او ویناګانو والا لره د هغوی ریښتیا، د دوی لپاره جنتونه دي چې بهیږي به لاندې د بنګلو او ونو د هغوی نه ویالې (نهرونه) همیشه به وي دوی په دې کې همیشه، مرګ به ورله نه راځي، الله تعالی د دوی نه راضي شوی نو هیڅکله به په دوی باندې غصه نشي، او دوی د الله تعالی نه خوشحاله دي په هغه وجه چې دوی ته ورسیدلي همیشني نعمتونه، دا بدله او لدوی څخه رضایت همدا خاص لویه کامیابي ده، نو نشته هیڅ کامیابي چې د دې سره برابر شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 118 راتلونکې المائده • آیت 120