بېشكه اصل خبره همدا ده چې څوك چې د الله او د هغه له رسول سره جنګ كوي او په ځمكه كې د وراني كولو كوشش كوي، د هغوى سزا دا ده چې دوى دې قتل كړى شي، یادې په دار كړى شي، یا دې د دوى لاسونه او پښې ادلې بدلې پرې كړى شي، یا دې دوى له (دغې) ځمكې نه وشړل شي، دا د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې بېخي لوى عذاب دى المائده ۵:۳۳ ⧉
تفسیر:
نه ده سزا د هغه کسانو چې جنګ کوي د الله تعالی او د هغه له پیغمبر سره، او په ښکاره سره د هغه مقابله کوي په دښمنۍ او فساد کولو سره په ځمکه کې په وژلو او په اخیستلو د مالونو او په پریکولو (لوټ کولو) د لارې؛ مګر دا چې ودې وژلی شي پغیر د دار (پانسي) کولو نه، او یا دې ووژلی شي سره د دار (پانسي) کولو نه په لرګي یا بل شي باندې، او یا دې پریکړی شي لاس د یو کس د دوی نه ښي لاس سره د کیڼې (چپې) پښې نه، نو که بیا یې هم دا کار وکړ نو بیا دې یې کیڼ (چپ) لاس او ښي پښه پریکړی شي، او یا دې وشړل شي په ښارونو کې، دا سزا د دوی لپاره په دنیا کې شرمندګي ده، او ددوی لپاره به په اخرت کې لوی عذاب وي.