Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 46 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


وَقَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِمْ بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ 46
ترجمه:
او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و المائده ۵:۴۶
تفسیر:
د بني اسرائيلو په نبيانو پسې مو عيسی د مريم زوی ور ولېږلو چې پر هغه څه يې ايمان لرلو کوم چې په تورات کې دي او پرېکړه يې پرې کوله او هغه ته مو داسې انجيل ورکړ چې حق ته پر لارښوونه او له دليلونو څخه د شبهاتو په لېرې کولو مشتمل و، د حکمونو ستونزې يې حلولې، او له لږ هغې برخې پرته چې کوم حکمونه يې منسوخ شوي په نورو شيانو کې د هغه څه موافق و چې په تورات کې مخکې نازل شوي وو او انجيل مو داسې لارښوونه وګرځوله چې ځان ساتونکي لارښوونه پرې ترلاسه کوي او له هغه څه منع کوونکي و چې پر هغوی يې ناروا کړي وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 45 راتلونکې المائده • آیت 47