Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 57 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 57
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه كسان دوستان مه جوړوئ چې ستاسو دین يې ټوقې او لوبې ګرځولى دى، له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او مه كفار (دوستان جوړوئ) او له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ المائده ۵:۵۷
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! مه نیسئ هغو کسانو لره چې مسخرې کوي ستاسو په دین پورې، او لوبې پرې کوي د هغه کسانو نه چې کتاب ورته ورکړی شوی مخکې ستاسو نه د یهودو او نصاراوو او مشرکانو نه حلیفان او خاص دوستان، او وویریږئ د الله تعالی څخه په ځان ساتلو سره د هغه څه نه چې تاسو یې ترې منع کړی یاست د دوستۍ د هغوی نه که چیرته تاسو په هغه باندې ایمان لرونکي یاست، او په هغه څه باندې چې په تاسو یې رانازل کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 56 راتلونکې المائده • آیت 58