الهي خلق او عالمان دوى (یهودیانو) لره له خپلو د ګناه له ویناوو نه او له خپلې حرام خورۍ نه ولې نه منع كوي؟ خامخا بد دى هغه كار (د خاموشۍ) چې دوى كاوه المائده ۵:۶۳ ⧉
تفسیر:
ولی نه رټل (نه منع کول) دوی لره امامانو د دوی او عالمانو د دوی د هغه څه نه چې دوی ورته جلتي (تلوار) کاوه د وینا د دروغو نه او د دروغو دګواهۍ نه او د خوړلو د مالونو د خلکو په ناروا طریقې سره، یقینا ډیر بد دی دا کار د دوی د امامانو او عالمانو هغو چې دوی یې د بدو څخه نه منع کول.