خامخا یقینًا مونږ له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه او دوى ته مونږ ډېر رسولان لېږلي وو، هر كله چې به هم دوى ته كوم رسول هغه (حكمونه) راوړل چې د دوى نفسونو به نه خوښول (، نو) یوه ډله دوى دروغژنه وګڼله او بله ډله دوى وژله المائده ۵:۷۰ ⧉
تفسیر:
له بني اسرائيلو څخه مو د اورېدنې او پيروۍ په اړه ټینګې ژمنې واخېستې او هغوی ته مو رسولان ور ولېږل ترڅو د الله شريعت ورته ورسوي، خو هغوی هغه ژمنه ماته کړه چې ورڅخه اخیستل شوې وه، او د هغه څه پیروي یې وکړه چې د هغوی نفسونو غوښتل - لکه - له هغه څه څخه مخنیوی چې پیغمبرانو ورته راوړي وو، او ځینې - پیغمبران - یې درواغجن وګڼل او ځینې نور یې ووژل.