ته به په دوى كې ډېر (داسې) وینې چې له هغو كسانو سره دوستي كوي چې كافر شوي دي، خامخا بد دى هغه شى چې د دوى لپاره د دوى نفسونو مخكې لېږلى دى، دا چې الله دوى ته په غصه شو او دوى به په عذاب كې همېشه وي المائده ۵:۸۰ ⧉
تفسیر:
ته به وینې –ای پیغمبره- ډیر د کافرانو نه د دې یهودیانو څخه چې خوښوي به کافران او هغوۍ ته به مایله کیږي، او ستا سره او د موحدینو سره به دښمني کوي، ډیر بد دی هغه کار چې دوی پرې اقدام کوي د کافرانو د دوستۍ نه، نو یقینا دا سبب دی د الله تعالی د غصې په دوی باندې، او سبب دی د ننوتلو د دوی اور د جهنم ته همیشه به وي دوی په دې کې، نه به شي وتلی دوی د دې نه هیڅکله.