Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 90 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 90 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 90
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ المائده ۵:۹۰
تفسیر:
ای د ایمان والاو! بیشکه نشه کوونکي شیان هغه چې عقل ختموي، او جواري چې د دواړو خواو نه په بدل باندې شامل وي، او هغه ګټه چې مشرکان ورسره د تعظیم د وجې نه قرباني کوي او د خپلو عبادتونو لپاره يي ودروي، او هغه غشي چې دوی پرې لټوي هغه نصیب او برخه چې دوی ته مقرر شوې د غیبو نه، دا ټول ګناه ده د شیطان د خایسته کوونکو شیانو څخه دي، نو تاسو لرې واوسئ د دې کارونو نه د دې لپاره چې کامیاب شئ په عزتمنده زندګۍ باندې په دنیا او د جنت په نعمتونو په اخرت کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 89 راتلونکې المائده • آیت 91