او یقینًا یقینًا مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې ق ۵۰:۳۸ ⧉
تفسیر:
او پرته له شکه موږ آسمانونه پيداکړل، ځمکه مو پيداکړه، او هغه څه چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، دا مو په شپږو ورځو کې پيداکړل سره له دې چې موږ يې په يوه لحظه کې د پيداکولو توان لرلو، او موږ ته کومه ستړيا ونه رسېده لکه څنګه چې يهود وايي.