نو تاسو الله ته وتښتئ، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه ښكاره وېروونكى یم الذاریات ۵۱:۵۰ ⧉
تفسیر:
نو د الله له عذابه د هغه د ثواب لوري ته ور وتښتئ، د هغه په پيروۍ کولو او له هغه په نه سرغوړونه سره، ای خلکو! پرته له شکه زه تاسو لره د الله له عذابه په څرګنده وېرونه وېروونکی يم.