چې په هغو (نعمتونو) به خوشالېدونكي وي چې دوى ته خپل رب وركړي دي او خپل رب دوى د دوزخ له عذاب نه بچ ساتلي دي الطور ۵۲:۱۸ ⧉
تفسیر:
پر هغه څه به خوندونه اخلي چې الله کوم خوندور خواړه، څښاک او نکاح ورکړي دي، او خپل پاک پالونکی به يې د اور له عذابه وساتي، نو د خپلو خوندونو موخې په ترلاسه کولو او ناوړه شيانو څخه په خونديتوب به بریالي شي.