Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الطور — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

الطور • آیت نمبر 21 (ټولې 49 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُمْ بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُمْ مِنْ عَمَلِهِمْ مِنْ شَيْءٍ ۚ كُلُّ امْرِئٍ بِمَا كَسَبَ رَهِينٌ 21
ترجمه:
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د دوى اولاد (هم) په ایمان كې د دوى متابعت كړى وي، (نو) مونږ به په دوى پورې د دوى اولاد هم پیوست كړو او مونږ به دوى ته د دوى له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړو، هر سړى به د خپلو كړو په بدل ګرو (ګاڼه) وي الطور ۵۲:۲۱
تفسیر:
او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او په ايمان راوړلو کې يې اولادونو د هغوی پيروي کړې ده، اولادونه به يې ور سره يوځای کړو ترڅو يې سترګې پرې يخې شي، او که يې خپلو کړنو ته ونه رسيږي، موږ به يې د کړنو له بدلې هيڅ هم کم نه کړو، هر انسان به په خپله بده ترسره کړې کړنه يې ګرو وي، او هيڅوک به يې له کړنې څه کم نه شي کړلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الطور • آیت 20 راتلونکې الطور • آیت 22