ایا له دوى سره ستا د رب خزانې دي، یا هم دوى واكدران دي الطور ۵۲:۳۷ ⧉
تفسیر:
يا له هغوی سره ستا د پالونکي د روزۍ زېرمې دي نو چاته چې وغواړي ورکوي يې، او له نبوت څخه چې چاته وغواړي ورکوي يې او ترې ايساروي يې؟! يا هغوی له خپلې خوښې سره سم واک لرونکي او تصرف کوونکي دي؟!