ایا دوى د مكر كولو اراده لري، نو هغه كسان چې كافران شوي دي هم دوى مكر كړى شوي دي الطور ۵۲:۴۲ ⧉
تفسیر:
يا دغه درواغ ګڼونکي پر تا او دين دې کوم چل کول غواړي؟! نو پر الله بروسه وکړه، هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی پر هغوی په خپله چل شوی دی نه پر تا.