Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النجم — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

النجم • آیت نمبر 52 (ټولې 62 آيتونه) • پښتو


وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ 52
ترجمه:
او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو النجم ۵۳:۵۲
تفسیر:
او د عاد او ثمود له قوم مخکې يې د نوح قوم تباه کړ، بېشکه د نوح قوم د ظلم له پلوه ډېر سخت و، او د عاد او ثمود له قومونو لوی سرکښه و، ځکه نوح په هغوی کې پنځوس کم زر کاله پاتې شو او هغوی يې د الله يووالي ته رابلل، خو هغوی يې خبره ونه منله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النجم • آیت 51 راتلونکې النجم • آیت 53