له ده نه سوال كوي هر هغه څوك چې په ا سمانونو او ځمكه كې دي۔، هر وخت هغه په یوكار كې دى الرحمن ۵۵:۲۹ ⧉
تفسیر:
او له هغه ټولې هغه پرېښتې چې په آسمانونو کې دي، او پېريان او انسانان چې په ځمکه کې دي خپلې اړتياوې غواړي، هره ورځ هغه د خپلو بندګانو له مړه کولو، ژوندي کولو، روزي ورکول او يا بل کوم کار کې وي.