او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو الواقعة ۵۶:۴۷ ⧉
تفسیر:
او هغوی له بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوله، د ملنډو او لېرې ګڼلو په توګه به يې ورته ويل: کله چې موږ مړه شو، خاورې وراسته هډوکي وګرځو؛ نو له دغه وروسته به بيا را پاڅېږو؟!