هغه ورځ (یاده كړه) چې ته به مومنان سړي او مومنې ښځې وینې چې د دوى رڼا به د دوى مخې ته او د دوى ښي اړخ ته منډې وهي، ستاسو زېرى نن ورځ داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به تل اوسېدونكي یئ۔، همدغه ډېره لویه كامیابي ده الحدید ۵۷:۱۲ ⧉
تفسیر:
په کومه ورځ چې مؤمنان او مؤمنانې وينې چې له هغوی مخکې او ښي لوريو ته به رڼايي ځي، او په دغه ورځ به هغوی ته ويل کيږي: نن تاسو لره د داسې جنتونو زيری دی چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي تل به پکې اوسېدونکي ياست، دغه بدله يوه داسې لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ور نېږدې کېدلای.