Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 14 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَلَٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ أَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّىٰ جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ 14
ترجمه:
دوى به دغو (مومنانو) ته اواز وكړي: ایا مونږ له تاسو سره نه وو؟ نو دوى (مومنان) به ووايي: ولې نه! او لېكن تاسو خپل ځانونه په فتنه كې اچولي وو او تاسو انتظار كاوه او شك مو كاوه او (خپلو) ارزوګانو دوكه كړي (تېرایستلي) وئ، تر هغه پورې چې د الله امر راغى او تاسو د الله په باره كې ډېر دوكه كوونكي دوكه كړي وئ الحدید ۵۷:۱۴
تفسیر:
منافقان به مؤمنانو ته په دې ويلو ور چېغې کړي آيا موږ ستاسو سره پر اسلام او پيروۍ نه وو؟ مؤمنان به ورته ووايي: ولې نه، تاسو زموږ سره واست، خو ځانونه مو د نفاق په فتنه کې اخته کړل، نو تباه مو کړل او د مؤمنانو په اړه مو انتظار درلود چې که مغلوبه شي؛ نو تاسې به خپل کفر ښکاره کړئ او د الله له لوري د مؤمنانو په مرسته او له مرګ وروسته په بېرته را ژوندي کېدو کې مو شک کولو، او د درواغو هيلو دوکه کړي واست، تردې چې مرګ درته راغی او تاسې پر همدغه حالت واست، او د الله په اړه شيطان دوکه کړي وئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 13 راتلونکې الحدید • آیت 15