ایا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى (دغه) وخت نه دى راغلى چې د دوى زړونه نرم (او په وېره) شي د الله ذكر ته او هغه حق ته چې نازل شوى دى! او د هغو كسانو په شان نشي چې له دې نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و، نو په دوى باندې زمانه اوږده شوه، پس د دوى زړونه سخت شول او په دوى كې ډېر فاسقان (نافران) دي الحدید ۵۷:۱۶ ⧉
تفسیر:
آيا هغو کسانو ته چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايما راوړی هغه وخت نه دی رسېدلی چې د الله په ياد او له قرآن څخه په نازل شوې ژمنه او ګواښ يې زړونه نرم او ډاډه شي، او هغو يهودو غوندې نه شي چې تورات ورکړل شوی و، او يا هغو نصاراوو غوندې چې انجيل ورکړل شوی و، چې زړونه يې سخت وو، نو د هغوی او د نبيانو د را لېږلو ترمنځ يې زياته زمانه تېره شوه؛ چې له همدې امله يې زړونه سخت شول، او له هغوی ډېری د الله له پيروۍ څخه د هغه سرغړونې ته وتونکي وو؟!