او هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو يې ایمان راوړى دى همدغه كسان ډېر رښتني دي او د خپل رب په وړاندې شاهدان دي۔، د دوى لپاره د دوى اجر او د دوى رڼا ده او هغه كسان چې كافران شوي او زمونږ ایتونو ته يې دروغ ویلي دي۔؛ دغه كسان د دوزخ ملګري دي الحدید ۵۷:۱۹ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې پرته د هغوی ترمنځ له توپيره ايمان راوړی، همدوی رېښتيني دي، او د خپل پالونکي په وړاندې يې شاهدان دي هغوی لره يې عزتمنه بدله ده چې ور لره چمتو کړل شوې ده، او هغوی لره يې داسې رڼايي ده چې د هغوي مخې ته او ښي لورې ته به د قيامت په ورځ ځغلي، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی، او زموږ پر رسولانو نازل کړل شوي زموږ آیتونه يې درواغ ګڼلي دي همدوی دوزخيان دي، د قيامت په ورځ به ور ننوزي تل به پکې وي، نه به ترې وزي.