Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحدید — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

الحدید • آیت نمبر 21 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


سَابِقُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ 21
ترجمه:
تاسو تلوار وكړئ د الله له جانبه مغفرت ته او داسې جنت ته چې د هغه پلنوالى د اسمان او ځمكې د پلنوالي په شان دى، د هغو كسانو لپاره تیار كړى شوى دى چې په الله او د هغه په رسولانو ایمان لري، دغه د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي دغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى الحدید ۵۷:۲۱
تفسیر:
ای خلکو! د داسې نېکو اعمالو لوري ته را منډه کړئ چې د خپلو ګناهونو بښنه پرې ترلاسه کوئ، لکه توبه او نور ښه کارونه، او د دې لپاره چې داسې جنت پرې ترلاسه کړئ چې پراخوالی يې د آسمان او ځمکې د پراخوالي غوندې دی، دغه جنت الله د هغوکسانو لپاره چمتو کړی چې پر هغه يې ايمان راوړی او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی، دغه بدله د الله پېرزوينه ده له بندګانو يې چې چاته وغواړي ورکوي يې، او الله پاک پر خپلو مؤمنو بندګانو يې د لويې پېرزوينې څښتن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحدید • آیت 20 راتلونکې الحدید • آیت 22